بینوا کمپیوټر سنټر

 
د استاد عبدالرؤف بینوا لوړ شخصیت
نویسنده : سیدشامحمد اغاه - ساعت ٩:٠٢ ‎ق.ظ روز ۱۳٩۱/۳/٢
 

د استاد عبدالرؤف بینوا
لوړ شخصیت

استاد عبد الروف بینوا زموږ د معاصر تاریخ د ادبیاتو په آسمان
کی د هغو ګوتو په شمارادبی ستورو له جملی څخه شمیرل کیږی چی په خپله ځلاندو وړانګو
یی زموږ د کلتور او ادب ډیوه روښانه ساتلی د دی لوړ شخصیت د ژوند په ټولو ابعادو
بحث کول میاشتو څیړنو ته ضرورت لری چی دا کار د دی لڼدی مقالی له حوصلی نه لری
بریښی زما موخه د دی لیکنی نه یوازی د دی خبری وضاحت دی چی استاد بینوا د
افغانستان د ټولو ورونو قومونو ژبی اوکلتور د افغان ولس ګډ فرهنګی میراث او ویاړنی بلل
او د هغه په ودی کی یی هیڅ راز زیار اوکوښښ ندی سپمولی۰

البته د هیواد په معاصر تاریخ کی د پښتو ژبی اکثرو
لیکوالو او څیړونکو بی له کوم تعصب او دښمنی نه د پښتو او دری دواړو ژبو د
تاریخ په روښانه کولو کی ونډه اخستی ده د مثال په توګه هغومره کتابونه او لیکنی چه
استاد حبیبی په دری ژبی لیکلی ممکن زموږ دهیواد په وروستی څو لسیزو کی د هیواد دری
ژبی څیړونکو نوی لیکلی په هرحال ۰

استاد بینوا په کال ١٩١٣ د کندهار په ولایت کی زیږیدلی
خو هغه هیڅکله هم ځان د ژبنی او ځائې لڼد پارو او لنډ اندو مفکرو په لومو
کی ایثارکړی ندی ،هغه ځان په ټول افغانستان د بدخشان نه نیولی بیا ترهراته او د
بلخ نه تر ننګرهاره منصوب باله، استاد بینوا دپښتو تالیفاتو تر څنګ په دری ژبی هم
زیاتی څیړنی کړی چه د بیلګی په توګه دهغه د یو شمیر دری آثارو نومونه په لاندی ډول
دی:

اشتباه، اشیانه عقاب ، برګ سبز، صدای وطن ، کار بر اصل،
چند اهنګ ملی ، هوتکی ها، حکومت بېدار است ، لیډران امروزی پښتونستان، نظری به
پښتونستان، ۰۰۰
او یو زیاد شمیر
نور.

دا د استاد بینوا یوازی د دری ژبی د لیکنو کوچنی بیلګه
ده چی ثابتوی بینوا صیب نه یوازی د پښتو ژبی ستر څیړونکی محقق او شاعر وه بلکه د
دری ژبی پوخ لیکوال هم ګڼل کیده، استاد بینوا په دری ژبه شعر لیکه ،هغه ته پښتو او دری
دواړه د افغانستان رسمی او د ولس ژبی وی استاد بینوا، ژبه د خلکو او ولسونو ترمنځ
د افهام او تفهیم او راکړی ورکړی وسیله ګڼل او هیڅکله هم د ژبنی لنډ نظرانه افکارو
په لومو کی بند
پاتی نشو۰

د استاد بینوا د نظر پراخوالی حتی د هغه په کورنی ژوند
کی هم انعکاس موندلی وه هغه خپل دری واړه ځامن ، هیواد ،خوشحال او پروټ د کابل ښار
په مختلفو لیسو او ښونځیو کی د زده کړی لپاره شامل کړی وه ، استاد بینوا خپل منځوۍ
لور د هیواد د نامتو تاریخ پوه غلام محمد غبارد زوی خلیل غبار ته په نکاح کړه چه
اوس محال په متحده ایالاتو کی ژوند کوی۰

د سیاسی افکار و له نظره هم استاد بینوا پر پلورالیزم او
دموکراسی او د نورو نظریاتو پر احترام عقیده درلود او د هر ډول یکه تازی او هغو
افکارو او نظریو سره مخالف وه چه زموږ د ولس د معتقداتو او دود او دستور سره یی
سمون نه درلود۰

استاد بینوا ته ملی یوالی او زموږ هیواد کی سوله او
پخلاینه تر هرڅه نه زیاد ارزښت درلود، کله چه د هغه وخت چارواکو تصمیم ونیوه بی پری ملی
شخصیتونه په خارج کی دافغانستان د سفیرانو پحیث وګماری
نو استاد عبدالروف بینوا ،جنرال مستغنی او یو شمیر نورو ملی
شخصیتونو ته د افغانستان په دیپلوماتیکی نمایندګیو کی د کار بلنه ورکړ شو او استاد
بینوا په لیبیا کی د افغانستان د سفیر او فوق العاده استازی په حیث وټاکل شو خو
څرنګه چی به هغه وخت کی د افغاستان او لیبیا تر منځ دیپلوماتیکی اړیکی او راشه درشه په ډیر
ټیټه سطحه وه نو
استاد بینوا هلته هم زیاتره په خپل علمی څیړنیز کارونو بوخت وه ، واېې پس له څو
مودی د هغه وخت چارواکو و پتیله، دوم نفر د سفارت د مرستیال په توګه لیبیا ته
واستوی کله چی تلګرام بینوا صاحب ته ورسیده هغه پځواب کی ولیکل چی دلته د یو نفر
لپاره هم کار نشته نو که دوم نفر رالیږی ما بیرته مرکز ته وغواړی۰

استاد بینوا یو ځل مخکی هم په ۱۹۶۳ کال کی په قاهره که
د افغانستان په سفارت کی د مطبوعاتی آتشی دنده درلود او په عربی ژبی باندی کاملا مسلط وه استاد بینوا
دخپل فرهنګی کارونو په لړ کی یو شمیر اثار د عربی ژبی نه پښتو ته واړول چی د هغه
له جملی نه یو هم د معمرالقذافی مشهور( شین کتاب) دی دا کتاب په دریو ټوکونو کی
لیکل شوی او ولسی واک، دخلګودیموکراسی او ټولنیز اقتصادی سیسټم په کی څیړل شوی دی۰

د افغانستان تاریخی ریښې هغه ورستی اثر وه چی استاد
بینوا د خپل ژوند په ورستیو کلونو که په هغه باندی کار کاوه خو افسوس چی ژوند وفا
ورسره ونکړه او دغه اثر نیمګړی پاته شو۰

استاد بینوا د١٩٨۵ میلادی کال د جنوری په١١ می د جمعی په ورځ د هغی ناروغی له کبله چی ورپېښه شوی وه له
دې فانی دنیا څخه سترګی پټی کړی،روح دی
ښاد وی۰

د استاد بینوا ادبی او معنوی میراث هغه با ارزښته علمی
پانګه ده چی د افغا نستان اوسنی او راتلونکی نسل لپاره د لاری مشال ګڼل کیږی،د نظر
پراخوالی، ملی ګټو ته تر ځاېې ژبنی او قومی لنډ اندو ګټو لمړیتوب ورکول او پخپلو
ادبی څیړنو او فعالیتونو کی دافغانستان د دواړو رسمی ژبو پکارول هغه درسونه دی چه
موږ باید د دې ستر ادبی شخصیت نه زده کړو۰

زما په نظر دا به د استاد بینوا د ارمانونو خلاف کار وی
که نن موږ د یو څو لنډ اندو او لنډ پارو سکتاریستی او ستمی کړیو پخاطردری ژبه چی
هغه هم د هیواد رسمی او زموږ د ولس ژبه ده بیخی له پامه وباسو، که موږ نن شخصی ټلویزیونو او
ټولینیزنشراتی رسنیو نه دا تمه کولی شو چی پښتو ژبی ته دی د خپلو ټولو خپرونو کی مناسب ونډه ورکړی او بیا
پخپله دری ژبه په هیڅ حسابوو دا به نو زموږ بیخی یو اړخیزه قضاوت او یوازی په خپل
محور چورلیدل وی۰

زما وړاندیز د بینوا د ویب پاڼی ګرانو چلو ونکو او هغو
نورو ویب پاڼو مسئولینو چی تر اوسه ېې په خپل ویب پاڼو کی د دری ژبی د کارولو نه
ډډه کړی دا ده چه د استاد بینوا د کړووړو او او پراخ نظر نه په الهام او د هغه د
آرمانونو د پوره کولو پخاطر دی په خپل ویپ پاڼو کی لکه د نورو پښتو ویب پاڼو غونډی
دری ژبه هم شامل کړی۰

دا کار به نه یوازی د استاد بینوا د آرمانونو د پلی کولو
په لور یو ښه قدم وی
بلکه زموږ ګران هیواد کی د میشتو قومونو د وحدت او ورورګلوی د مزی د لا ټینګښت او په پای کی ملی وحدت سره به د
مرستی په معنا هم وی۰

په اوسنیو شرایطو کی ضروری ده چی زموږ دری ژبی هیواد وال
د پردیوله شیطانی
دسیسو او د هغو لنډ پارو او متعصبو کړیو د ملی وحدت ضد پلانونو نه
باخبره وساتل شی، پدی صورت کی به
پښتو ویب پاڼی یو زیاد شمیر نورلیدونکی هم ځان ته جلب کړی٠

وسلام

سید شاه محمد
اغاه


 
 
په معلوماتى ټیکنالوجی کی سرټیفیکټ لاسته راوړنه
نویسنده : سیدشامحمد اغاه - ساعت ۱٢:۱۳ ‎ق.ظ روز ۱۳٩٠/٢/٧
 

 

ګرانو هلمند والو که تاسوغواړی چی په کمپیوټر کی (CIT)یا(DIT)ترلاسه کړی نو دبینوا کمپیوټر سنټر ته مراجعه
وکړی

 

دبینوا کمپیوټر سنټر دمعارف سره رسمی او تاسو ته له معارف له خوا سرټیفیکټ درکول کیږی